نـــاول: د مینـــې ډېـــوه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: روح الله جلالزی
ـــــــــــــــــــــــــــ
نشرکونکی: عطاء صافی
ــــــــــــــ
برخه : لومړۍ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نوي ولس مشر ډاکټر اشرف غني په اوایلو کې د ګاونډي هیواد پاکستان شمالي وزیرستان څخه زموږ ګران هېواد افغانستان ته په زیاتشمېر کډوال راکډه شول، چې یو شمېر یې زموږ کلي ته هم راغلل. زموږ کلی او د کلي بازارګی مو پرې ښایسته شو، زموږ د کلي دکریکټ په میدان کې به د هرې جمعې په ورځ د کریکټ لوبې کېدې او ټورنمېنټونه به جوړېدل، د جمعې ورځ وه څه داسې خاص کار مې نهدرلود، د خپل کلي د کریکټ مېدان په لور روان شوم. کله چې د کریکټ مېدان ته ورسېدم؛ ګورم، چې زموږ د کلي ځوانانو تر څنګ د راغلوکډوالو ځوانان هم د کریکټ ننداره کوي.
زه هم ورغلم د خپلو ملګرو او راغلو کډوالو ځوانانو سره مې ستړي مشي وکړه، د یو ساعت د زړه خوالو څخه وروسته مې د یو تن راغليکډوال ځوان څخه پوښتنه وکړه: څنګه ځوانه! زموږ وطن ښکلی دی که ستاسو وطن؟
ځوان څو شېبې سترګې زما په سترګو کې ښخې کړې، بیا یې ځمکې ته ښکته وکتل، له سترګو یې غټې، غټې اوښکې روانې شوې، د یوڅو شېبو چوپتیا وروسته مې ورته وویل: زه نه غواړم چې د خفګان سبب وګرځم؛ خو یوازې مې پوښتنه وکړه، د پوښتنې کولو بښنه غواړم.
هغه ځوان په ځمکه څو کرښې کش کړې؛ بیا یې سر پورته کړ ویې ویل: نه ګرانه ستاسو وطن خو ډېر ښکلی دی؛ خو زموږ په وطن کېمې......
خبره یې تر دغه ځای پورې ورسوله بیا یې سرښکته کړ، مړې، مړې اوښکې یې له سترګو روانې شوې ژر، ژر یې یو څو سلګۍ وکړې، ماچې کډوال ځوان په دې حالت کې ولېد؛ نو ورته مې ویل: ځه ګرانه! چې زه او ته د مېدان هغه بلې خواته چکر وواهو ځوان زما خبره ومنله،زه او ځوان له خپلو ملګرو څخه راجدا د مېدان بلې خوا په لور روان شوو، له ځوان نه مې بیا پوښتنه وکړه: ګرانه! څه خبره وه چې زما پهپوښتنه دومره زیات خفه شوې؟ هغه راته وویل: نه څه خبره نشته؛ خو چې ګورم د ځوان په سترګو کې بیا اوښکې ډنډ شوې په نیولي غږیې وویل: ماته دې خپله مینه...مینه رایاده کړه، یو څو شېبې چوپ پاتې شوم د ځوان له سترګو اوښکې څڅېدې، د لږ ځنډ وروسته مې ورتهوویل: ګرانه! خامخا څه خبره شته، ځکه چې متل دی چې داسې ونه نشته چې باد نه ده وهلي.
ښه به وي که دې خپله خبره راته وکړه. ځوان سوړ اسوېلی وایسته، سر یې پورته شنه اسمان ته یې وکتل، او بیا یې راته وویل: دا یوه ډېرهاوږده او غمجنه خبره ده، زه نه غواړم، چې ستا غوندې ځوان پرې غمجن کړم. ما ورته وویل: چې ته که دا خبره ماته و نه کړې زما به د ټولعمر اندېښنه پاتې شي. ځوان یو خوا او بل خواته وکتل بیا یې وویل: ځه! د مېدان پورې خواته به کېنو، کله چې د مېدان بلې خواتهکښېناستو، ځوان جېب ته لاس کړ اورلګیت او سګرټ یې راواخېست سېګرټ ته یې اور ورپورې کړ، ما ورته وویل: ته خو پوه، هوښیارځوان یې څنګه دې سګرټ څکولو ته مخه کړیده؟
ځوان راته وویل: دا خو د هغې اوږدې غمجنې کېسې د لاسه، چې زه یې اوس تاته کوم؛ نو بیا ما ورته وویل: ښه ګرانه! خپله خبره دې پیلکړه، ځوان خپله خبره داسې پیل کړه، ویې ویل: ګرانه! د زړه خبره خو خلک خپل د کلونو کلونو ملګري ته کوي خو زه یې تاته ځکه وایم،چې زما نه دې کلکه غوښتنه وکړه، کډوال ځوان راته وویل: چې یوه ورځ زېړی مازدېګر وو، له بازار څخه خپل کلي ته په لاره روان وم، چېکلي ته نېږدې شوم، ومې لېدل، چې زموږ د کلي په منځ کې یو موټر د کور په شیانو بار ولاړ دی، یو کلیوال په مخه راغی، ورته مې وویل: هغه موټر زموږ د کلي په منځ کې څنګه بار ولاړ دی؟
هغه وویل: ته به نه یې خبر، چې زموږ او ستاسو په کلي کې هغه خالي کور څه وو، چې د ( ګولي) ماما کډه ترې لاړه هغه کور ته نوي کډهراغله.د خپل کور په لار روان شوم؛ خپل کوچني ورور ته مې، چې د دروازې مخ ته ولاړ وو، خپل کتابونه او نور شیان چې راسره وو، ورکړل.
پخپله د هغې موټر په لور ورغلم، ډېر کلیوال پرې راټول شوي وو او ځینو کلیوالو ورسره مرسته کوله، د کور شیان یې له موټر څخه ورسرهښکته کول. ما هم د کور شیان ورسره ښکته کړل، لږ ځنډ وروسته د ماښام اذان وشو، مونږ ټول کلیوال د لمانځه لپاره جومات ته روان شو،هغه د نوي کډې یو تن مشر سړي هم زموږ سره په جومات کې لمونځ اداء کړ، له دې وروسته ټول کلیوال خپلو خپلو کورونو ته روان شول، زههم خپل کور ته لاړم.
د نورو شپو په څېر مې د خپلو وروڼو او پلار سره ډوډۍ په یو ځای وخوړه، پلار مې د نورو وروڼو سره په دې خبرې کولې، چې دغه کډهچې زموږ کلي ته راغله دا به څنګه راغلي وي، د کومو مشکلاتو په اساس به دلته رامجبور شوي وي کوچني ورور مې پلار ته وویل:
پلار جانه! دا خو زموږ او ستاسو کلي ته میلمانه راغلي دي، د میلمنو قدر په کار دی، باید موږ او ستاسو دوی ته ښه مېلمستیا جوړه کړو؛ځکه چې اوس خو زموږ ګاونډیان شول.
ګاونډیان خو په یو بل باندې حق لري، پلار مې ورته وخندل ښه زویه! په ټول عمر کې دې دغه هوښیاره خبره وه، چې ودې کړه. زه همدرسره موافق یم سبا ورځ به ورته مېلمستیا جوړه کړو، له دې خبرو اترو وروسته دوی کور ته ولاړل، ما د مېلمنو په ځای کې د کوټېروښانه ګروپ مړ کړ، په خپل کټ کې اوږد وغزېدم ویده شوم، کله چې سهار پاڅېدم؛ لمونځ مې وکړ، د چای څښلو وروسته مې خپل کتابونهراواخېستل د بازار په لور خپل ښوونځۍ ته لکه د تل په څېر روان شوم، د شپږم ورځ وه، زموږ اخېري ساعت سپورټ وو، له نورو ورځو نهنن یو ساعت مخکې خپل کور ته راغلم، په کور کې مې پلار راته وویل، چې زویه! نن شپه مې هغه راغلي کډې ته مېلمستیا جوړه کړېده، زههم خوشال شوم، کله چې د ماښام د لمانځه لپاره جومات ته ولاړم په جومات کې مې پلار راته وویل: زویه! د لمانځه وروسته هغه میلمانه همدرسره راوله، ما ورته وویل: ډېره ښه ده پلار جانه! د لمانځه وروسته مې میلمنو ته وویل. هغه ټول زموږ کور ته د ډوډۍ د خوړلو لپاره راغلل،ټول د ډوډۍ په خوړلو اخته وو، د ډوډۍ د خوړلو په وخت یو تن میلمه، چې د هغې کورنۍ مشر وو، زما پلار ته یې وویل: حاجي صیب! ستا مشر زوی مې سهار ولیده، چې بازار ته لاړو او مازدیګر بېرته راغی، په بازار کې څه کاروبار کوي که څنګه؟
پلار مې ورته وویل: هغه خو ښوونځۍ ته ځي او ښوونځی وایي مشر سړي بیا خبره غبرګه کړه او ویې ویل: ښه، ډېر ښه، علم خو ډېر ښهشی دی علم لرونکی سړی خو له نورو خلکو ډېر ښه وي، ډېر څه ورته معلوم وي په ډېر څه پوهېږي، په څووم صنف کې دی؟ پلار مې ورتهوویل: په اتم صنف کې دی دریمه نمره هم دی. مشر سړي ورته وویل:
ښه ده، ډېر ښه زما یوه لور هم په اتم صنف کې ده دلته به څه چاره ورته جوړه کړې، چې پاتې زده کړې دلته پای ته ورسوي پلار مې ورتهوویل بیا به یې په هغه ښوونځۍ کې داخله کړو، په کوم ښوونځۍ کې چې زما زوی زده کړې کوي یو څو ورځې وروسته به زه او ته دواړه دښوونځۍ مدیر صاحب سره ووینو، هغه مشر سړي ورته وویل ښه ده؛ دا خبره خو مې ډېره خوښه شوه زما لور به ستا زوی سره په یو ځایښوونځۍ ته ځی؛ نو د لارې ستونزو نه به هم خلاصه وي؛ ما چې د خپل پلار او میلمه مشر سړي دغه خبرې واورېدې؛ نو تر ټولو زیاتخوشحاله شوم.
تمامه شپه مې په زړه کې ګوړې ماتولې، چې تر څو ورځو وروسته به زه هم د نورو ځوانانو په شان له جېنکۍ سره یو ځای ښوونځۍ ته ځمدا سوچونه مې کول، چې پلار مې راباندې غږ وکړ، چې زویه! چای خو راوړه زه هم کور ته لاړم مېلمانو ته مې چای راوړو، له چای څښلووروسته مې له میلمانو نه پېالې ټولې کړې، مشر سړي مې پلار ته وویل: حاجي صیب! که خفه کېږي نه؛ نو اوس به موږ لاړ شو، پلار مېورته وویل: ډېره ښه ده، چې پاتې کېږئ نه، بیا لاړ شئ، زما پلار په ما باندې غږ وکړ راته یې وویل: چې زویه! د میلمنو سره تر یو ځایپورې لاړ شه ما ورته وویل ښه ده پلاره! زه ورسره ځم. د میلمنو سره تر یو ځای پورې لاړم نور دوی خپل کور ته روان شول زه خپل کور تهراغلم، چې د میلمنو ځای ته راغلم پلار او نور وروڼه مې کور ته ننوتلي وو، زما لپاره یې ګروپ روښانه پریښودلی وو. زه چې راغلم په مېزباندې د اوبو جېک څخه مې یو ګیلاس اوبه وڅښلې نور خپل کټ ته وختم او اوږد په کې څملاستم تر شپې ناوخته پورې مې رنګا رنګسوچونه او فکرونه کول، په دې سوچونو کې ویده شوی وم، سهار مې پلار راباندې غږ وکړ ویې ویل: چې زویه! د لمانځه درباندې ناوخته نهشي هله پاڅېږه ژر شه! د پلار د غږ په اورېدو سره پاڅېدم اودس مې وکړ او بیا مې لمونځ وکړ، یوه پیاله چای مې وڅښلو خپل کتابونه مېبرابر کړل د خپل کلي پاخه سړک ته راووتم موټر ته مې ډېر انتظار وکړ.
څه وخت وروسته یو موټر راباندې راغی لاس مې ورکړ موټر زما تر څنګ ودرېده، ورپورته شوم موټر حرکت وکړ، موټروان د خپل موټر پهټایپ کې د مستو ټپو کسیټ اچولي وه، چې دا یوه مې اوس هم یاد ده.
جانانه غم دې مسلــــــمان دی
ما د ملا اذان نه مخکې ویښوینــــــه
زه هغه وخت ددې ټپې په مطلب نه پوهېدم؛ ځکه چې ما نه مینه کړې وه او نه مئین وم، د لږ ځنډ وروسته بازار ته ورسېدم، له موټر ښکتهشوم موټروان ته مې کرایه ورکړه نور مې د خپل ښوونځۍ لاره ونیوه، کله چې ښوونځۍ ته ورسېدم ښوونکی په صنف کې په درس اخته ووله ښوونکي نه مې اجازه واخېسته په خپله چوکۍ کېناستم، ښوونکو درس ووایه له دې وروسته د تفریح ټالۍ وکړنګېده ټول شاګردان دتفریح لپاره د باندې ووتل زه هم د باندې راووتم، د ښوونځۍ د چاردیوالۍ په داخل کې جوړ شوې دوکان ته ورغلم، د خوراک لپاره مې لهدوکان څخه څه واخېستل ځینې شاګردانو له نجونو سره یو ځای خوراک او د زړه خواله یې ورسره کوله، ځینې به بیا یوازې ناست ووخوراک به یې کاوه.
زه هم یوازې ورته کېناستم خوراک مې وکړ د ټالۍ وهلو سره سم خپل صنف ته روان شوم، ښوونکی هم راغلو په درس یې پیل وکړ، بیا بلښوونکي درس وویلو له دې وروسته د رخصت ټالۍ ووهل شوه ټول راووتو زه هم راغلم په موټر کې کېناستم د کلي په لور مې حرکت وکړکله، چې کلي ته راورسېدم له موټر ښکته شوم د کور په لور روان شوم، چې کور ته ننوتم د میلمنو پر ځای کې مې د چا خبرې تر غوږشوې، چې د میلمنو ځای ته ورغلم، زما پلار او هغه مشر سپین ږېری سړی په دې خبرو سره بوخت وو، چې بل سهار به ته او زه ګډ بازارته ځو، چې زما لور په هغه ښوونځۍ کې داخله کړې، زه ورغلم سلام مې واچوو، ستړي مشي مې ورسره وکړه پلار مې راته وویل! زویه! راغلې؟
ما ورته وویل: هو پلاره! هغه مشر سړي راته وویل: اناره! ته یې وګوره، دغه اسناد مې راوړي دي دغه زما د لور دي ما چې اسناد وکتل دلور نوم یې مینه په کې لېکلی وو ما ورته وویل: ډېر ښه،
دغه اسناد چې وي بیا کوم مشکل په ښوونځۍ کې ورته نه جوړېږي سبا سهار چې دا اسناد درڅخه پاتې نشې له ځان سره یې راوړه بیاهم د تېر په څېر شپه سبا شوه زه او زما پلار، هغه مشر سړی او د هغې لور څلور واړه په یو ځای سره روان شوو. زما پلار او هغه مشرسړي په ټوله لار خبرې کولې چې پاخه سړک ته ورسېدو موټر ته مو لږ انتظار وکړو یو موټر راغی په هغه کې څلور واړه نه ځاییدو لږ ځنډوروسته بیا بل موټر راغی هغه ته مې پلار لاس ورکړ، موټر زموږ تر څنګ ودرېدو څلور واړه ورپورته شوو.
کله چې بازار ته ورسېدو د ښوونځۍ لاره مو ونیوه مینې ته مې غلی مخ ورپورته کړ هغې ته خدای جل جلاله یو بل شان ښایست ورکړیوو، تورې غټې سترګې سره اننګې، سرې نرۍ شونډې خو څه درته ووایم، چې ټوله ښکلا، ښکلا وه، یعنې سمه ښاپیرۍ غوندې وه.

6 Comments
Deer kha
ReplyDelete❤️
DeleteDer khe zabardast
ReplyDeleteTaso ta request koma che daga Shan Noor m upload Kaye admin shb
ReplyDeletebekhe sae da
DeleteDerh kha g
ReplyDelete