نـــاول: د مینـــې ډېـــوه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: روح الله جلالزی
ـــــــــــــــــــــــــــ
نشرکونکی: عطاء صافی
ــــــــــــــ
برخه : دویمہ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ښوونځۍ ته وردننه شوو د ښوونځۍ ټولو شاګردانو زموږ په لور راکتل، چې د دوی سره څومره ښکلي نجلۍ راننوته، ادارې ته ورغلو پهاداره کې کېناستو. مدیر صاحب د باندې وتلی وو د لږ ځنډ وروسته هغه هم راننوتو، سلام یې واچاوه، پلار مې ورته وعلیکم وویل بیا یې دمینې پلار سره ستړي مشي وکړه ماته یې لاس راکړ راته یې وویل څنګه یې اناره ته خو ښه یې بیا یې مینې سره ستړي مشې وکړه. لهدې وروسته مدیر صاحب د مینې پلار سره پوښتنه وکړه بیا یې زما پلار سره پوښتنه وکړه مدیر صاحب ماته مخ راواړوو ماته یې وویلڅنګه یې؟ اناره ته خو ښه یې ما ورته وویل: شکر دی مدیر صاحب تر اوسه خو ښه یم پلار مې د مینې اسناد وروښودل مدیر صاحبورڅخه واخیستل ډېر په غور سره یې وکتل بیا یې زما پلار ته وویل: ډېر ښه، ان شاءالله هیڅ مشکل به په کې نه وي پلار مې بیا ورته وویلمدیر صاحب! دغه نجلۍ چې نوم یې مینه دی، د مشر سړی لور ده، چې تر اتم صنف پورې زده کړې لري. دي غواړي چې پاتې زده کړېدلته وکړي، تر څو چې د دولسم صنف اسناد تر لاسه کړي. مدیر صاحب ورته وویل: ډېر ښه له تا نه زیاته مننه چې له دوی سره دې دومرهکومک وکړو، بیا مدیر صاحب پر ما غږ وکړ چې ورځئ اناره ته او مینه صنف ته لاړ شئ. مونږ صنف ته روان شو صنف ته ورننوتو، پهصنف کې ناستو ځوانانو راته کتل چې دغه ښکلي نجلۍ چې د انار سره راغله دا به یې څه وي.
لږ وروسته مدیر صاحب صنف ته راغی او شاګردانو ته یې وویل: ګرانو شاګردانو دغه نجلۍ چې نوم یې مینه دی، ستاسو سره په اتمصنف کې شامله شوه، تاسو به ورسره د خور په شان په درس کې کومک کوئ. مدیر صاحب څو نورې خبرې هم وکړې له دې وروسته هغهله ټولګي ووتو. ما خپل قلم او کتابچه مینې ته ورکړل ورته مې وویل، چې په دې کې ته تقسیم اوقات ولیکه مدیر صاحب ادارې ته لاړ، زماپلار او مشر سړی یې رخصت کړل. په صنف کې ناستو ځوانانو به ټولو زما څخه پوښتنې کولې چې مینه دې څه ده؟ ما به ورته ویل چېزموږ د کور تر څنګ یې کور دی زموږ ګاونډیان دي. مینې راته وویل: چې په تقسیم اوقات کې دې دا دڅه شي مضمون لیکلی دی؟ ما ورتهوویل دا بیولوژی ده. دا لومړی ځل وو، چې ما د یوې پردۍ نجلۍ سره خبرې کولې، په دې وخت کې د تفریح ټالۍ وکړنګېده. تفریح شو زهاو مینه هم د باندې ووتو.
د هغه کډوال ځوان خبره دغه ځای ته ورسېدله په دې وخت کې د مېدان له هغې څنډې یو تن ځوان راغږ کړ، چې راځئ غرمه ده چې د کليپه لور ځو. له ځوان نه مې ژر ژر پوښتنه وکړه چې موبایل درسره شته؟ هغه وویل هو! له جیبه یې یو ساده ارزان بیه موبایل راوخیسته ماتهیې راکړ ما دې هغه ځوان په موبایل کې ژر خپله شمېره ووهله OK مې کړه چې زما موبایل ته مې پرې زنګ تېر شو، بیا مې موبایل هغه تهورکړ ورته مې وویل، چې ښه بله ورځ زه درته زنګ وهم چې پاتې خبره بیا راته وکړې رخصت مې ترې واخېسته او د کلي په لور روان شو. د غرمې ډوډۍ خوړلو وروسته مې د جمعې ورځې د لمانځه لپاره ځان تیار کړ د لمانځه لپاره جومات ته لاړم، د جمعې لمونځ مې ادا کړ له دېوروسته د کلي په دوکان کې تر مازدېګره پاتې شوم.
بیا ناوخته خپل کور ته راغلم څو اونۍ همداشان تېرې شوې چې بیا مې یوه ورځ وزګاره پیدا کړه هغه ځوان رایاد شو، په موبایل کې مې دهغې ځوان کډوال شمېره OK کړه د څو ټالیو له تېرېدو وروسته یې ځواب راکړو ویې ویل: بلې! ما ورته وویل چې بلې ځوانه! سلام مېواخله زه هغه ځوان یم چې له تا سره مې د کریکټ په مېدان کې لېدلي وو.
څنګه اوس وخت لرې چې نن ورځ سره وګورې په موبایل کې یې د هو ځواب راکړ، ما بیا ورته وویل ښه ګرانه چېرته یې؟ هغه راته وویل: زهپه ګلان کېمپ کې یم راځه دلته راشه ما ورته وویل ډېر ښه! زه درځم چې پاتې خبره راته وکړې اړیکه مې پرې کړه، یو بل ملګری مې لهځان سره پیدا کړ، ورته مې وویل راځه بادامه چې د ګلان کېمپ ته لاړ شو، چې هلته مې د چا سره کار دی.
ملګري هم راسره ومنله د ګلان کېمپ په لور روان شوو د ګلان د کېمپ په یوه څنډه کې مې هغه کډوال ځوان پیداکړ، ستړي مشې مېورسره وکړه. بیا یې راته وویل چې راځئ هلته یوه خالي خېمه ولاړه وه، چې هغه ددوی د میلمانو ځای وو، سره کېناستو چای یې راوړو دچای په څښلو سره لګیاه وو ما ورته وویل، چې ښه اوس هغه پاتې خبره دې راته وکړه. ده راته وویل ورڅخه تېرشه بیا یې وخندل ویې ویلولې د ځوانۍ عمر پرې کموې؟
ما ورته وویل، چې نه هغه خبره خو به ټوله راته کوې تر کومې ورځې دې چې هغه خبره نېمه راته کړي ده، تر هغه ورځې مې د دنیا ټولکارونه نیمګړي پاتې دي. ده راته وویل ډېر ښه! چې داسې ده، بیا خو یې درته کوم خو دا راته ووایه چې تر کومه ځای مې درته رسولي وه؟ما ورته وویل چې د مینې سره په تفریح کې د باندې راوتی وې. ده راته وویل: ډېر ښه! د چای پیالې څخه یې یو غړپ وکړ، بیا یې راته وویلاوس رایاده شوه زه او مینه د باندې ووتو په تفریح کې د نارنج بوټي تر څنګ کیناستو ما په مینه په داسې یو حالت کې چې زړه مېدرزېدو او ژبه مې بنده، بنده کېده، غږ وکړ، چې مینې ګرانې څه شی به ښه وي چې زه او ته یې وخورو؟ مینې ډېر په ادب سر راپورته کړپه خپلو نازکو شونډو یې وویل ګرانه! هیڅ شي ته مې زړه نه کېږي، وروسته یې په نرمو شونډو خندا راغله. ما یې چې په معصومه څېرهسترګې ولېګېدې او د هغې په ادب خبرې مې واورېدې، زړه مې په درزا شو، ستونی مې وچ او خاموش پاتې شوم. په دې وخت کې دتفریح د ختمېدو ټالۍ وکړنګېده زه او مینه بېرته خپل صنف ته لاړو.
د تېر په څېر ښوونکو درس ووایه د درس ویلو وروسته رخصتي شوه، زه او مینه له ښوونځۍ راووتو موټر ته وختو د خپل کلي په لور روانشو، په ټوله لاره په موټر کې چوپه چوپتیا وه کله چې کلي ته راورسېدو، ما په موټروان غږ وکړ، چې استاده دلته ودرېږه! زه او مینه ښکتهشوو، د دواړو کرایه مو موټروان ته ورکړه، موټر روان شو مینې خپل لاسي بکس خلاص کړ، څو روپۍ یې ترې راواخیستې او زما په لوریې مخ راواړوه او ماته یې په لاس کې روپۍ راونیوې راته یې وویل: دغه روپۍ واخله ګرانه ما ورته وخندل ورته ومې ویل دا ته څه کوې، ننخو میلمانا یې.
مینې خپلې روپۍ په بکس کې واچولې ویې ویل: ښه ستا نوم څه دی ګرانه؟ ما ورته وویل زما نوم خو..............انار دی.
مینې وویل ډېر ښه انار ډېر ښایسته نوم دی. ښه ګرانه نن خو دریاضۍ ښوونکي ډېر ښکلی درس وویلو، زما خو ډېر زیات خوښ شو. ماورته وویل هو هغه خو ډېر ښکلی درس وایي، زموږ ښوونکي خو ټول تکړه دي، بیا زموږ په ښوونځۍ کې؛ خو نو ډېر ښه، ښه ښوونکي شتهپه دې خبرو کې وو، چې کلي ته راورسېدو مینه خپل کور ته روانه شوه، په تلو کې یې وویل تر سهاره پورې مې په لوی خدای (جل جلاله) سپارلی یې، ما هم غلي ورته وویل، چې ته مې هم تر سهار پورې په خدای (جل جلاله) سپارلي یې. له دې وروسته زه خپل کور ته روانشوم. د ژوند شپې ورځې داسې تېریدې زه او مینه به د نورو شاګردانو په شان یو ځای ښوونځۍ ته تلو راتلو.
کله به چې ښوونځۍ ته ورننوتو، ډېرو شاګردانو به موږ ته کتل، دا ځکه چې مینې ډېر ښکلی بشر درلود په ښایست کې پرې ختمه وه، یوڅو ورځې مو داسې تېرې کړې، بله ورځ د تفریح په وخت کې مینې په ما باندې غږ وکړ چې راځه اناره ګرانه چې ادارې ته لاړشو. کلهچې ادارې ته لاړو مینې مدیر صاحب ته وویل: مدیر صاحب زه غواړم چې ماته د پنځو ورځو رقعه معامله کړې، مدیر صاحب ورته وویلولې نه! مینې ته یې رقعه معامله کړه له ادارې راووتو، تفریح خلاص شوی وو، صنف ته لاړو زما په زړه کې دا خبره تېرېده راتېرېده، چېدا پنځه ورځې به زه د مخکې په شان یواځې ځم او راځم، په دې فکرونو کې وم چې په دې وخت کې استاذ له صنف نه د باندې وواتو، لږځنډ وروسته د رخصت ټالۍ هم وکړنګېده زه او مینه د تېر په څېر بیا موټر ته وخاتو په موټر کې مینې غلی زما په لور لاس را اوږد کړو، ماته یې په خپل لاس کې د خپل ځان کرایه راکړه راته یې وویل، چې کله چې ښکته کېږې او بیا دغه زما کرایه ورکړه ما که هر څومره ورتهوویل خو مینې نه منله. کله چې له موټر ښکته شو موټروان ته مې کرایه ورکړه، ترې روان شو.
په دې وخت کې مینې راته وویل، چې اناره ګرانه! زه خو پنځه ورځې نه درځم په دغه پنځو ورځو کې ټول درس درسره نوټ کوه، بیا به یېزه هم درنه واخلم زده به یې کړم، نو له ما نه به درس نه تېرېږي. ما ورته وویل ښه ده زه به یې له ځان سره نوټ کوم بیا به یې تاته درکړم لهدې وروسته مینه خپل کور ته لاړه زه خپل کور ته راغلم.د تېر شوې عمر په څېر څلور ورځې زه ښوونځۍ ته تلم او راتلم په څلورمه ورځ چېله ښوونځۍ څخه راتلم چې کلي ته رانیږدې شوم مینه مې ددوی د کور په بام باندې ولیده، چې ولاړه وه.
چې زه یې ولیدم ډېر ژر په بیړه کور ته ښکته شوه، خپل کوچنی ورور ته یې کاغذ ورکړی وو، ورته یې ویلي وو چې په دې کې دې انار خپلهد موبایل شمېره ولیکي ما د مینې کوچني ورور ته خپله د موبایل شمېره ولیکله بیا مې کاغذ ورکړ، ترې روان شوم په کور کې مې د غرمېډوډۍ خوړلو نه وروسته د میلمانو په ځای کې چوکۍ راته کیښوده، خپل کتاب مې راوخیسته په مطالعه باندې بوخت وم، څو شیبې وروستهمې په جېب کې تیلیفون په شرنګېدو شو.
کتاب مې کېښوده د تیلیفون په سکرین باندې یوه نوي شمېره راغلي وه، چې نوم ورسره نه وو، په زړه نا زړه مې د تیلیفون په OK تڼۍ ګوتهکیښوده. OK مې کړ، غږ.مې پرې وکړ، چې بلې! د هغه له خوا مې په تیلیفون کې په لوړ اواز د نجلۍ خندا په غوږ شوه. د خندا وروستهیې وویل سلام ګرانه زما نوم مینه دی تر ټولو ښه زېری درباندې وکړم پلار مې تیلیفون هم راته واخیسته، ددې خبرې په اورېدو سره مېدخولې چیغه ووته، ومې ویل نه نه! دا څه وایې؟ مینې بیا راغبرګه کړه ویې ویل: سبا سهار به یو ځای ځو له دې وروسته یې په موبایل کېدرې ځلې وویل: بای! بای! بای! بیا یې خپل تیلیفون بند کړ ما هم خپل تیلیفون کېښود نو ځمکې اسمان ځای نه راکاوه، له ځان سره مېوویل چې کله به سهار کېږي چې زه او مینه سره ووینو په دې سوچونو او فکرونو کې وم چې پلار مې راباندې غږ وکړ چې زویه! تر سهارراهېسې د کور برق خراب شوی دی، ته راځه چې په هغه باندې کار وکړو چې بیګا ته خو یې جوړ کړو، ما هم بله ونه کړه سم د لاسه جګشوم، د کور د برق ټول لاینونه مې یو ځل خلاص کړل، بیا مې ورسره سم بسته کړل چې برق مې وکتو، ټولو لاینونه سم شوي وو او ټولګروپونه روښانه شول. تر ماښامه پورې مې ورسره ورځ په دې باندې تېره کړه بیا ماښام جومات ته لاړم، په جومات کې مې لمونځ په جمعهوکړو، چې کور ته راغلم د وروڼو او پلار سره مې یو ځای ډوډۍ وخوړه، له دې وروسته مې کتاب راواخېسته مطالعه مې کوله چې تیلیفون تهمې یو مسېج راغی چې مېسېج مې خلاص کړو، په کې لیکل شوي وو. سلام ګرانه! زه مینه یم سبا سهار به یو ځای ښوونځۍ ته ځو، نورله خواږه خوب ډکه شپه درته غواړم موبایل مې د مېز په سر باندې کېښود کتاب مې خپلې المارۍ ته ورساوه، ګروپ مې مړ کړ، په خپل کټکې څملاستم. سبا سهار چې پاڅېدم د لمانځه کولو وروسته د چای څښلو پر وخت مې مینې ته یو مسېج ولیکه، چې ګرانې مینې کهښوونځۍ ته ځې نو کتابونه درته تیار کړه، ما هم کتابونه راته تیار کړل له کورنه د باندې ووتم چې د مینې د کور په لور مې وکتل، د مینېپلار مې ولېده هغه چې زه ولېدم، نو زما په لور راروان شوو. ما د ده د درناوي په خاطر وویل:
- سلام کاکا څنګه یې او شپه دې څنګه وه؟
ده راته وویل: هو ولې نه ډېره ښه تېره شوه، شکر د الله تعالی احسان دی بیا یې راته وویل چې اناره! کله چې ښوونځۍ ته ځئ، نو دواړهپه لاره پام کوئ چې د کومې پېښې سره مخامخ نه شئ، بله دا چې په ښوونځۍ کې به هسې عبث وخت نه تېروئ، کوشش وکړئ، چې څهښوونکي درته ښایي هغه زده کوئ دده خبرې لا نه وې خلاصې چې مینه د خپل کور نه راووته د مینې پلار راته وویل ورځه اناره هغه ده،زما لور هم درته راووته زه لږ مخکې مینه په ما پسې لږ شاته روانه شوه په ټوله لاره مې خبرې ورسره نه کولې ما ویل چې پلار یې، څه فکرونه کړي چې کله د کلي پاخه سړک ته ورسېدو، ډېر ژر موټر راباندې راغی لاس مې ورکړ، دواړه ورپورته شوو.
کله چې ښوونځۍ ته ورسېدو له موټر ښکته شو په دې وخت کې مې مینې ته وویل ته یې ماته وښایه څنګه موبایل دې پلار درته اخېستیدی؟ مینې چې جیب ته لاس کړ، له جېب نه یې X1 تیلیفون راواخېسته، ما یې تیلیفون وکاته، له دې وروسته ښوونځۍ ته ورننوتو.
په ښوونځۍ کې ټول شاګردان د اسمبلۍ په ځای کې راټول شوي وو، زه او مینه هم د خپل صنف ملګرو ته ورغلو د ستړې مشې وروستهمو ورڅخه پوښتنه وکړه د څه لپاره یې راټول کړي یو؟ له هغه نه یو تن راته وویل نن د مور ورځ لمانځل کېږي ددې لپاره راغونډ شوي یو. مااو مینې سره وکتل هغې راته وویل چې اناره ګرانه! زه خو غواړم چې په نننۍ غونډه کې یو شعر ووایم. ما ورته وویل: ښه ده ګرانې. د اتوبجو پورې ټولو انتظار کاوه چې اته بجې شوې د ښوونځۍ غونډه رسماً پیل شوه. په لومړي سر کې قاري صاحب د قران پاک تلاوت وکړ.
بیا د ښوونځۍ مدیر صاحب د مور په ارزښت خبرې وکړې وروسته د والدینو شورا مشر یو تن قومي سپین ږیري د مور په ارزښت خبرېوکړې زیات شمېر زده کوونکو مقالې او شعرونه وویل مینې ته یې هم بلنه ورکړه، هغې په لومړي سر کې د مور په اړه څو خبرې وکړې لهدې وروسته یې د یو شعر د ویلو لپاره اجازه واخېسته بیا مینې په شعر پیل وکړ د شعر عنوان وو ( ګرانې مورې).
ګرانې مورې
مورې چې خدای له تا پیدا کړمه
ګران یې له هر چا نه په تا کړمه
له خپله ځانه لا خبر نه ومه
چې تا له ځان سره اشنا کړمه
په مینه مینه به دې ماته کتل
د مینې کیف ته دې بینا کړمه
په ژبه پوه نه وم په مینه پوه شوم
پوه دې بې لفظه په مانا کړمه
شاعر ( ارواښاد استادګل پاچا الفت)
د شعر د ویلو وروسته مینه راغله زما ترڅنګ کېناسته ما ورته وویل ډېر ښه مینې ډېر ښکلی شعر دې په پوره جرات سره ووایه مینې وویلچې ښه اناره ګرانه ښه مې ووایه؟ ما ورته ویل ډیر ښه وو. غونډه په دوولسو بجو پای ته ورسېده، د ښوونځۍ نه راووتو زه او مینه موټر تهوختو کلي ته راغلو، ګورم چې د مینې د کور مخې ته دوه موټر ولاړ دي، زه او مینه دواړه ورخطا شو چې دا موټر به څنګه ولاړ وي؟
مینې ته مې وویل، چې کله کورته ورسېږې، که کومه خبره وه، نو ماته بیا تیلیفون وکړه مینې وویل سمه ده، مینه هم کورته لاړه، زه هم کورتهراغلم په کور کې د ډوډۍ په خوړلو لګیا وم چې موبایل مې په شرنګېدو شو، چې مې وکاته د مینې شمېره وه، OK مې کړه ورته مې وویل: بلې! د هغې له خوا غږ راغی: سلام ګرانه زه مینه یم، څه خبره نشته یوازې میلمانه راغلي دي، اړیکه پرې شوه، ما دا فکر کاوه، چې دومرهزیات میلمانه به څنګه راغلي وي، په دې وخت کې زموږ د کور دروازه وټکېده، زه په بېړه پورته شوم دروازې ته ورغلم.
کله مې چې دروازه خلاصه کړه ګورم چې د مینې کوچنی ورور ولاړ دی، لاس مې ورکړ، ویې ویل چې پلار مې راته وویل: چې د انار پلاردې بېګاه ته زموږ کورته راشي ډوډۍ به زموږ سره وخوري. ما ورته وویل: سمه ده. پلار مې اوس چېرته تللی دی، چې ماښام ته راشي زهبه ورته ووایم.
د مینې کوچنی ورور لاړو ماښام مې چې پلار راغی ماورته وویل، چې پلار جانه! د مینې کوچنی ورور راغلی وو راته یې وویل، چې بېګاهته دې زموږ کورته راشي، ډوډۍ به زموږ سره وخوري پلار مې راته وویل سمه ده، زه به ورشم ماښام مې پلار ددوی کورته ورغی، ما او زماوروڼو په ګډه د ماښام ډوډۍ وخوړه. وروڼه مې د میلمانو ځای څخه کور ته لاړل، زه د میلمانو په ځای کې تر ډېره پلار ته ویښ پاتې وم؛خو پلار مې رانه غی، ماته خوب راغی ګروپ مې مړ کړ ویده شوم. چې سبا سهار پاڅېدم لومړی مې خپل تیلیفون کې د مینې شمېره ډایلکړه، خو تیلیفون یې خاموش وو، کوم ځواب یې رانه کړ. له دې وروسته مې اودس وکړ، بیا مې لمونځ وکړ، د چای د څښلو وروسته مېتیلیفون راوخېسته مینې ته مې یو مسېج ولېږه، ورته مې په کې ولیکل:
ګرانې مینې سلام واخله! څنګه نن ښوونځۍ ته ځې؟ که ښوونځۍ ته ځې، نوځان دې تیاروه.
څو شیبې وروسته په ځواب کې یو مسېج زما تیلیفون ته راغی. مینې په کې لېکلي وو، سلام اناره سهار دې په خیر ګرانه!
نن ورځ زما سره میلمانه دي زه نن نه درځم، په دې وخت کې مې په زړه کې سوچونه او فکرونه زیات شول، دا څنګه میلمانه دي، چې ورتهښوونځۍ هم پرېږدي، خو په دې ورځ یوازې ښوونځۍ ته لاړم. په ښوونځۍ کې هر ښوونکي رانه پوښتنه کوله چې مینه نن ورځ څنګه نه دهراغلي؟
ما به هر یو ته دا خبره کوله چې د هغې کور ته میلمانه راغلي وو د ښوونځۍ رخصتي شوه، د کلي په لار مې حرکت وکړو، کلي ته چېراغلم، د کور مخې ته مې هغه دوه پروني موټر ولیدل، چې ولاړ وو او یو بل چې زموږ د کلیوال موټر وو، هغه هم ولاړ وو، خپل کور ته راغلمپه کور کې مې پلار نه وو له کوچني ورور نه مې پوښتنه وکړه، چې پلار مې چېرته تللی دی؟
هغه راته وویل چې په هغه پسې خو بیا ستا د ټولګیوالې ورور ورپسې راغلی وو، د هغه کور ته لاړ فکر مې زیات خراب وو سوچ مې کاوه،چې دا څه خبره ده چې زما پلار بیا له دوی کور ته ورغلی دی؟ بیا مې له ځان سره فکر کاوه، چې کېدای شي زمانه کومه تېروتنه شويوي.
زړه مې دې خبرې ته اندېښمن وو، چې دغه څنګه خبره ده چې پلار مې بېګاه هم هلته وو، اوس یې بیا هم بللی دی په دې وخت کې مېکوچني ورور وویل چې راځه ډوډۍ تیاره ده. زه هم ورغلم د ډوډۍ په خوراک سره کېناستو، چې ورور مې وویل: سبا چې ښوونځۍ ته ځې،زما لپاره قلم هم درسره راوړه ما ورته وویل: ښه سبا به یې زه درته راوړم ډوډۍ مو سره وخوړه.
زه د میلمنو ځای ته لاړم هلته په کټ کې اوږد وغځیدم، ډېر زیات سوچونه مې کول په دې وخت کې ناڅاپه د ټوپک ډزې پیل شوې، زه هم دخپل کټ نه وارخطا راپورته شوم چې د کوټې دروازې ته راورسېدم، د کور په دروازه کې مې پلار ولېدو چې راننوتو، پوښتنه مې ترې وکړهپلار دا دې ټوپک ډزې چې وشوې کوم لورته وې، څه خبره ده؟
پلار مې راته وویل خیر خیرت دی زویه!
هېڅ شی نشته هغه د ستا ټولګیواله (مینه) یې واده کړه.

0 Comments