لنـډه ڪیسه:  هیلـــه 

برخه: لومړۍ 

نشرونڪئ: عطاء صافی

ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ


تلفون مې وشرنګېد، ورپام مې شو فقط اخرنی عدد یې تغیر دی نوره عیناً لکه زما خپله شمېره:

هلو اورم؟

ښه یاست؟

له هغې خوا د انجلۍ غږ و:

هو شه یمه تاسو شه یې؟

سملاسي پوه شوم چې د جنوبي حوزې لخوا کومه څوک ده.

هو زه هم ښه یم خو تاسو څوک؟

هغې راته وویل مه بیریژه ماسې مې دا شمیره کتله چېې د چا ده؟

زه هېله هلمندۍ یم خو تاسو څوک او چیرې یئ؟

زه د انجونو د تاثیر لاندې کله هم نه راځم خو د هیلې غږ او جرائت راڅخه یو دم خبرې هیرې کړې.


زه ....... یم او کابل کې یم،ښه دې وکړل زنګ دې راوکړ ځه بیا به وغږیږو اوس کار لرم تلفون مې بند کړ خو بیخي ناارامه شوم...

تلفون مې لاسو کې تاوو چې بیا وشرنګېد خو دا ځل مې حوصله ورته وه.

اورم اغلې هیلې؟

هیلې وویل دومره ژر تر تاثیر لاندې سوې چې کاټ دې کړ؟

نه نه نه د تاثیر کومه خبره نشته خو لږ مصروف وم.

هیلې وویل:

توکوران سې مصروف یې؟

تا دې بابا صاب ووۍ سې مصروف وې؟

زه کومه نه پوهیژم؟

بیا یې هاهاهاها وخندل مه بیریژه هلکه زه خو دې خورمه نه؟

څه درڅخه نه غواړم هسې مې زنګ دروکړ که دې زړه نه و بیا زنګ نه درکوم.

له هیلې سره له لمړیو خبرو وروسته د څو ساعته مسلسل خبرو زما او د هغې اړیکه عادي کړه.

هغه خورا ټوکماره،شوخه او مسته انجلۍ وه.

د هیلې سره مې په تلفون باندې د مینې تار وغځوو،نالیدلی یې په خبرو او لهجه میین شوم او تلوسه مې وه چې څه وخت به یې ووینم؟


د هیلې پلار د تاریاکو تجار و دوی خورا سرمایه داره و او هر وخت یې ماته ویل چې کارت درته واستوم؟


ما فکر کوو چې هیله پر ما چالاکي کوي نو یوه ورځ مې ورته وویل هو راواستوه!

څو دقیقې بعد یې د نمبرونو او عددونو یو لوی لیست راواستوو او لیکلي یې و په بخښنې چې نزدې هټۍ کې همدغومره پنځوس افغانیګي کارتونه و نور نه و.

زه له ځانه سره خجالت شوم.

هغې به هر وخت ماته ویل نور که څه نشم کولای کارت خو دراستولای شم

هغې له ما او ما له هغې د قد،قوارې،رنګ او خوی په اړه ډیر سره پوښتلي و.

ما خپل ذهن کې حتما یو انځور جوړ کړی و چې د هیلې مینه پرې ماته کړم چې شاید دا چاره هغې هم کړې وه.

ما ورته ویلي و زه هیڅ ښکلی نه یم او نهایت د یوې غریبې او بېوزله کورنۍ سره تړاو لرم.

خو هیلې راته د خپل ښایست ډیر صفت کړی و.

شپې ورځې تیریدې او څو ځلې مې یې هلمند ته د ورتګ قصد هم کړی و خو قسمت نه و.

هیلې راته ویل زه درته د تګ راتګ مصرف هم درکوم خو څنګه یې درکړم؟

له کوره خو نشم وتلای؟

هغې به ویل که ته هلمند ته راشې زه دومره کولای شم چې د داکتر په بهانه یوازې په روغتون کې تا ووینم او ته ما ووینې هغه هم داسې چې کوچنی ورور به مې حتما غلطوم.

هیڅ نه پوهېدم چې څه باید وکړم؟

یو کال بعد....

هیلې زنګ راوکړ ته پوهیږې زه کابل ته درځم؟

له ما خبرې ورکې شوې کابللللل؟

کوم کابل؟

هههههه وایي کوم کابل اغه ایما دې پلار کابل بیا یې وخندل!

کابل ته درځم نو اغه یو کابل چې زما جیګر پکې اوسي!

زه وارخطا شوم که هیله کابل ته راشي زه به څه کوم؟

زه خو نه پیسې لرم نه سم کور و ځای چیرې به یې میلمنه کړم؟

ځان ځکه کم احساسوم که دلته ټول خرچ هیله وکړي نو ماته بده ده خو څه وکړم مجبوره ورځ وي همداسې...

خو یوولس ورځې بعد هیله کابل ته راغله زه د هوایي ډګر مخته ولاړ یم.

زنګ راغی چیرې یې؟

زه د میدان مخته ولاړ یم.

ګورم چې یوه دنګه سپینه انجلۍ چې سُرمه یې عربي حجاب یې پر تن دی له یو غالبا لس کلن هلک سره د دوه لاسي بکسونو سره راروانه ده او تلفون یې غوږ ته نیولی دی.

زه یې له وړاندې وپیژندلم او اشاره یې وکړه،ورغلم روغبړ یې وکړ خو لمړی خبره یې دا وه " راسه درواغجنه دا یو بکس درسره واخله"

زه خاموشه وم،حیران وم چې درواغجن یې راته څنګه وویل؟

تاکسي کیناستو لمړی یې له سلام کلام وروسته زموږ د کورنۍ احوال پوښتنه وکړه بیا یې وویل څه در سوي؟

تلفون کې خو داسې ژغیژې لکه رادیو؟

ما وویل تا غلی کړی یم چې درواغجن دې راته وویل..

هیلې وویل اخ بلا دې ووهه درواغجن خو ځکه یې سې ماته دې ویلي و بدرنګ یم ته خو تر ما لا شایسته یې!

زما فکر کار وکړ چې ښه ښه مسله دلته ده.

د تاکسي درایور موږ ته حیران حیران وکتل او ویې ویل لکه چې یو بل نه پیژنئ؟

تر ما مخکې ورته هیلې وویل نه نه پیژنو یې خو لیدلې مو سره نه و.

دا مې خاوند دی او زه یې میرمنه!

زه ډیر حیران شوم خو له ځانه سره د هیلې په خبره پښیمان نشوم او ما هم درایور ته تکرار کړه چې هو موږ خاوند او میرمن یو.

د هیلې ورور الیاس نومیده هیلې ته یې وکتل خو هغې د شهادت ګوته تر شونډو یوړه او د غلی شه اشاره یې وروکړه.

تاکسي وان وایي چیرې ځئ لخیره؟

تر ما مخکې هیلې ځواب ورکړ "شهرنو" ته..

زه شهرنو کې بلد یم خو یوازې پر سړکونو،هیڅ هوټل ته تر دې دمه نه وم ورغلی خو هیله چې پلار یې سرمایه دار و نو هر پسرلی یې خپلې لوڼې او زامن کابل ته راوستل او منظره یې پرې کوله نو دوی بلد و چې کوم هوټل ښه امکانات او ماحول لري؟

 ....................................هیلې تکسیوان ته وویل:



دوهمه وروستئ برخه بیا......