لنـډه ڪیسه:  هیلـــه 

 برخه:دوهمــه وروستـئ

نشرونڪئ: عطاء صافی

ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ


زه شهرنو کې بلد یم خو یوازې پر سړکونو،هیڅ هوټل ته تر دې دمه نه وم ورغلی خو هیله چې پلار یې سرمایه دار و نو هر پسرلی یې خپلې لوڼې او زامن کابل ته راوستل او منظره یې پرې کوله نو دوی بلد و چې کوم هوټل ښه امکانات او ماحول لري؟
هیلې تکسیوان ته وویل:
موږ شمشاد هوټل ته یوسه هغه زموږ د وطندارانو دی ښه اطاق به راته راکړي، بیا یې ماته وکتل ستا څنګه خوشه ده؟
مال چې د تا څنګه خوښه وي.
هوټل ته لاړو هلته مو دیارلس شپې وکړې مګر زه یې دیارلس افغانو خرچې ته هم نه یم پریښی، که څه هم ما سره ۲۰۰۰ افغانۍ په جیب کې وې.
هغې اصلاً د چپې سترګې کې کومه ستونزه درلوده چې هره ورځ به مې امان د سترګو روغتون ته بېوله..
هر څه چې اړین و هغه مو ترسره کول او ترمنځ مو هیڅ داسې څه پاتې نشول چې نور بحث پرې وکړو موږ د ګډ ژوند لپاره خپل تصمیم نهایي کړ.
هغې بیرته هلمند ته په تګ کې ماته یوه بسته سوغاتونه او ډیر څه پریښودل.
څو ورځې بعد د هیلې کاکا راته زنګ وکړ او ډیر مودبانه راسره وغږید خو دریمه ورځ ده چې د هیلې تلفون بند دی.
ما ترې د هیلې د صحت په اړه پوښتنه وکړه خو د تلفون د بندیدو د علت مې ترې ونه پوښتل.
زه نه پوهیدم چې زه د هیلې د کاکا سره څرنکه مخته ولاړ شم او هیلې زما په اړه څه ویلي دي؟
ماته د پښتنو د کلتور له زاویې ډیرې اندیښنې راولاړې شوې چې هیله به ژوندئ وي که نه؟
ځکه د هغې له کاکا سره زما شمېره څنګه پیدا شوه؟
شپه او ورځ په تشویش کې یم چې یوه شپه د هیلې زنګ راغلی او زه یې له ټولو مسلو ډاډمن او مطمین کړم.
هیلې وویل زه روغتون کې وم نو ځکه مې ستا سره اړیکه نشوه ساتلی خو زه حیران وم چې څنګه د سترګو له امله ته روغتون کې دری ورځې بستر وې چې حداقل اړیکه دې هم نشوه نیولای؟
بیا به هم راته د پردې تر شا کومه لوبه ښکاره شوه.
په بله ورځ د هیلې کاکا بیا زنګ راوکړ او ډیرې زیاتې خبرې مو سره وکړې خو تر اخره یې کومه تیزه او بده یا اخطارانه خبره ما حس نکړه.
ویې ویل تا سره له نزدې کار لرم که دلته راسې ښه به وي او یا کابل کې یو څوک دراستوم
ما لدې کاره انکار کاوه خو هغې په بار بار ویل تا ته هیڅ ضرر نه رسیږي.
حتی هیلې هم راته وویل زما کاکا سره خبره کنفرم کړه ستونزه نشته.
بله ورځ د هیلې کاکا کابل ته راغلی او په ډیر ډار او ویره زه د هغې خواته ورغلم له روغبړ په لمړي سر کې راته معلومه شوه چې د سړي ارادې نیکې دي.
نو د تیښتې کوم پلان چې مې تړلی و بیرته می لغو کړ او بیا هم شمشاد هوټل ته لاړو.
تر ډوډۍ خوړلو وروسته چې زه ډیر وارخطا وم او شرمیدم هم ډیر مودبانه یې راته وویل:
هیلې سره څه اړیکه لرې؟
ما وویل اړیکه نلرم خو غواړم اړیکه پیدا کړم که خدای ته منظوره وه.
هغې وویل ته هیله پیژنې؟
ما ویل هو همدومره چې د هلمند ده 
څنګه مو سره پیدا کړل؟
ما ورته دروغ وویل چې تلفون کې مې هسې دغه شمیره دایر ګړه او له همدغه ځایه....
د هیلې کاکا وویل دروغ وایې
ځکه شمیره تا نه، بلکه هیلې دایر کړې وه زه ریښتیا هم خجالت شوم.
د هیلې کاکا وویل دروغ مه وایه هیڅوک تا ته څه نه وایي ته یو باسواده ځوان یې تر تا بل ښه انسان چیرې ده چې هیله ورته ورکړو، ځکه هیلې وریرې مې ستا په اړه هر څه راته ویلي دي او هیله وریره زموږ د کور نازولې ده هغه کله هم دروغ نه وایي.
ته هیلې سره ګډ ژوند غواړې؟
هو!
هیله هم همدا غواړي چې له تا سره واده وکړي خو زه نه غواړم دا واده وشي.
ما ټکان وخوړ ولې؟
بس نه یې غواړم
موږ تاسو ډیر سره لیرې یو،هر څه مو سره لیرې دي نو نه یې غواړم.
خبرې یې لږې تیزې او جدي وې خو ما ورته وویل نه؛
دین مو یو، ژبه مو یوه،کلتور مو یو،وطن مو یو، قبله مو یوه،خدای مو یو نو څه مو سره لیرې دي؟
هغه تقریبا بې ځوابه و خو ویې ویل ګوره زه یې نه غواړم نو چې هر رنګه وي...
زه نه پوهېدم چې هغه ولې زموږ رشته نه غواړي؟
دریمه ورځ چې نور زما ژبه د هیلې کاکا ته په زاریو وچه وه ویې ویل هلکه:
تا مجبور کړم حقیقت درته ووایم غوږ شه:
هیلې راته ستا په اړه همدومره زارۍ کړې دي لکه ستا پر مخ کې چې یې وینم خو هیله په دې نده پوه چې هغه د وینې سرطان لري او د نن او د سبا میلمنه ده،تا ته چې مې لمړی ځل هم زنګ وواهو هغه په روغتون کې بستري وه او ډیر په بدحالات کې وه تا چې لیدلې تر هغې رادیخوا یې ډیر زیات تغیر کړی شاید ویې هم نه پیژنې زه به یې درته انځورونه دروښایم!!!!!!

که هغه روغه وای په خدای قسم که غیر له تا مې بل چا ته ورکړي وای ستا په سترګو کې چې د هغې لپاره کومه مینه وینم بل ځای به نه وي خو موږ مسلمانان یو او نه غواړو د چا ژوند ورخراب کړو.
انځورونه مې وکتل ریښتیا هم په یوه میاشت کې له پیژندو وتلې وه.
د هیلې کاکا وژړل دا مو مشره وریره ده د ټول کور نازولې وه خو کاش روغه وای....!
دوه هفتې بعد مې هیلې سره تلفوني اړیکه وکړه چې ویل یې ما بشیر کاکا ته ټوله کیسه کړې ده هغوی هم راسره منلې ده اوس روغتون کې یم چې ښه شم ته هم راشه هلمند ته، خو ما هم د هلمند ته د تللو نيت وکړو، د يو څه وخت په تيريدو سره لاړم، خو تقدير بل ډول و، د ډاکټرانو د وروستیو پایلو څخه څرګنده شوه چې هيله سرطان نلری، بيا زما ژوند  لکه د تنکی غوټۍ په غوړېدو شو، د هيلې صحي وضعيت ورځ تر بلې د تعير په حالت کې و، خو د څو مياشتو په تيريدو هيله جوړه او زمونږ د ګډ ژوند بنسټ کيښودل شول، واقعيت زمونږ اړيکه د شماري په ختا کيدو پيل، خو مګر دواړه په پاک او سپيڅلي نيت و، د عمر تر پايه يو ځاي سو .


           《 د کیسې پای》
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ