نـــاول: د مینـــې ډېـــوه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: روح الله جلالزی
ـــــــــــــــــــــــــــ
نشرکونکی: عطاء صافی
ــــــــــــــ
برخہ : آخیری
ددې خبرې په اورېدو مې په سر چکر راغی، ستونی مې وچ شو، زړه مې په درزا پیل وکړ، بیا خپل کټ ته لاړم ځان مې په کټ کې واچوو،په کټ کې اوړیدم را اوړېدم، خوب مې له سترګو تښتیدلی وو، نه پوهیدم چې څه وخت به ویده شوی وم، کله مې چې پلار او وروڼه راغللکوچني ورور مې راباندې غږ وکړ، چې اناره هله پورته شه چې ډوډۍ ناوخته کېږي ماورته وویل: زه ډوډۍ نه خورم، لږ سر مې درد کويتاسو یې خپله وخورئ، پلار مې خبره وکړه چې پورته شه زویه زه به یوه د سر خوږو ګولۍ هم درکړم خدای ( جل جلاله) به دې ښه کړي.
د زړه په زور پورته شوم، له ځان سره مې دا فکر وکړ چې ځه چې پلار درباندې وه نه پوهېږي پلار ته مې ورغلم د هغې نه مې د سرخوږوګولۍ واخېسته په کوچني ورور مې غږ وکړ، چې د مېز په سر باندې له ایښي جیک څخه یو ګیلاس اوبه راکړه، ورور مې د اوبو ګیلاسراکړ، ګولۍ مې خولې ته واچوله یوه دوې ګولې ډوډۍ مې هم ورپسې وخوړه، بیا لاړم په خپل کټ کې څملاستم، هغه د چا خبره چې ترسبا سهار پورې په ځان نه یم پوهېدلی، کله چې سبا سهار له کټ راپورته شوم موبایل مې له مېز نه راوخیسته د مینې د ټیلفون شمېره مېژر، ژر په کې ووهله OK مې کړه د څو ټالیو تېرېدو وروسته مینې خپل تیلیفون OK کړ، په ډېر نیولي غږ یې وویل:
اناره ګرانه! زه هم نن ښوونځۍ ته درځم.
د لمانځه لپاره مې اودس وکړ، لمونځ مې وکړ، د چای په څښلو بوخت وم، چې تیلیفون ته مې زنګ راغی OK مې کړ مینه وه، راته یې وویل: اناره زه دباندې درته انتظار یم، ژر شه چې ناوخته کېږي اړیکه یې پرې کړه، کتابونه مې له ځان سره واخیستل د کور څخه د باندې ووتم،ګورم چې مینه ولاړه ده، چې ورغلم مینې ته مې سلام واچوو، په ډېره مېنه یې راته وویل:
علیکم السلام ګرانه! ځه چې ځو ناوخته کېږي په لاره سره روان شو، چې د مینې سترګو ته مې وکتل دومره سختې سرې وې، تا به ویلچې ټوله شپه یې په ژړا تېره کړې ده. دومره زیات خفګان مې د مینې په هیڅ وخت کې نه و لېدلی، خو زه او مینه سره روان وو. مینې پهټوله لار خبرې نه کولې، چوپه چوپتیا یې غوره کړې وه، کله چې ښوونځۍ ته ورسېدو، له موټر ښکته شو د ښوونځۍ په دروازه کې یې مخماته راواړوه، ویې ویل اناره ګرانه دغه قلم مې تاته ډالۍ دی، دا واخله له خپل کورنه مې دستا په نوم راوړی دی، که ما هر څومره کوششوکړ چې قلم ځینې وانخلم، خو مینې ډېر ټینګار کاوه، قلم یې ماته راکړ دا زما لپاره په ټول عمر کې لومړۍ تحفه وه چې د مینې له خواراکړل شوه. ښوونځۍ ته ورننوتو په ښوونځۍ کې د نورو ورځو په شان ښوونکي راتلل خو ټولو ښوونکو په مینه باندې غږ کاوه، چې مینېڅه خبره ده؟
نن ډېره سخته خفه یې، مینې به ورته ویل، چې هېڅ خبره نشته نه یم خفه د ښوونځۍ رخصتي شوه، موټر ته پورته شوو، په موټر کې مینېماته وویل: هوښیار خلک وایي چې مینه کول اسان دي، خو د مېنې سرته رسول ډېر ګران دي.
کله چې له موټر ښکته شوو، د لږ مزل وروسته مینې پښه ونیوه د خپل لاس دوې ګوتې یې خپلې غاړې ته پورته کړې، په خپله غاړه تاو شویځنځیر یې راخلاص کړ، زما په لور یې راوکتل، ماته یې وویل اناره ګرانه! دا زما له خوا تاته اخېري تحفه ده. ځنځیر مې ترېنه واخېسته،چې ومې کاته، په ځنځېر کې یو کوچنی زړه او د زړه په منځ کې یې په انګلېش باندې لېکلې وو چې (I love you) چې د پښتو مانا یېداسې ده ( زه درسره مېنه لرم).
ځنځیر مې جیب ته واچوو له ډېر مزل وروسته مې دا سوچ او فکر وکړ، چې مینه خو د نورو ورځو په څېر نه ده کومه ستونزه خامخا شته لهمینې نه مې پوښتنه وکړه. مینې څه خبره ده ګرانې صفا د زړه حال راته ووایه ولې دې د خپل ژوند نه دومره زړه تور دی؟ نن سهار راتهنیمګړي نیمګړي خبرې کوې. مینې وویل:
نه ګرانه اناره څه خبره خو نشته، خو یوازې دا درته وایم، چې نن ورځ زما د ژوند اخېري ورځ ده سبا به ددې نیمګړي دنیا باد زما پر مخ نهلګېږي، له دې خبرې وروسته مینه چوپ پاتې شوه، زه هم چوپ روان شوم. د ډېر مزله وروسته کلي ته نېږدې شوو مینې چوپتیا ماته کړهویې ویل: اناره! د تل لپاره د خدای ( جل جلاله ) په امان! ما مینه د لاس په ګوتو کې ونیوه، ورته ومې ویل: مینې دا د خفګان ټوکې خو زماسره مه کوه، زما مغزه دومره خراب وو، چې د مینې په دومره معلومې خبره مې هم سر نه خلاصیدو، د مینې سره مې رخصت واخېستوترې روان شوم کور ته چې ورسېدم، ورور مې راته وویل:
اناره! نن لکه چې استاد وهلی یې خفه ښکارې! ما ورته وویل: نه وروره هسې خفه یم د غرمې ډوډۍ مې وخوړه، خو ډېره کمه مې وخوړه. زړه ته مې نه کېده له دې وروسته مې د میلمنو په ځای کې د ارام کولو لپاره سر ولګاوه، د څو شیبو لپاره ویده شوم، چې په خوب کې مې دټوپک ډز په غږ شو.
په بېړه د خپل کور بام سر ته ورپور ته شوم، ګورم چې د مینې د کور په لور خلک منډې وهي، زړه مې په درزا شو، له ځان سره مې وویل: اخ مینې دا دې څه
له بامه ښکته شوم په ځان پوه نه شوم، چې د خپل کور په دروازه به څنګه وتلی وم، خو چې د مینې کورته ور ورسېدم د مینې پلار راباندېچیغه وکړه، اناره زویه! موټر راوله، بیا په بېړه خپل کورته راغلم. له کورنه مې یو څه پیسې هم له ځان سره واخېستې، زموږ د کور تر څنګزموږ د ګاونډیانو کور دروازه مې وټکوله، چې د کور نه زما ملګری (ګل) راووتو، هغه ته مې وویل: هله زرشه! موټر دې راوباسه هغې هم بلهخبره ونه کړه، په منډه لاړ، په بېړه یې خپل موټر راوباسه زه هم ورسره ورپورته شوم. موټر مو د مینې د کور مخې ته ودراوه، د مینې مور اوپلار مینه په دواړو له ځان سره روایسته موټر ته پورته شوو، موټر په حرکت پیل وکړ، د موټر سرعت ډېر تېز وو، په لاره کې څو ځلې خدایپاک ( جل جلاله ) د ترافیکي پېښو څخه وساتلو.
مینه مو د ډاکټر صاحب د عاجلو مریضانو اطاق ته ورسوله. ډاکټر ورته راغلو موږ ټول واړه یې راوباسلو، په مینه پسې یې دروازه راباندهکړه. د ډېر انتظار وروسته یوه نرسه ورڅخه راووته، په ډېر چټکۍ ورپورته شوم، له نرسې څخه مې پوښتنه وکړه، هغې کوم ځواب رانکړ. لهبل اطاق یې څه شی له ځان سره واخیستل بیا په بېړه د عملیاتو اطاق ته ورننوته، دروازه یې په ځان پسې بند کړه د څه وخت په تېریدوسره بیا نرسه راووته راته یې وویل: تاسو ټول یو ځل د څو شیبو لپاره د ننه راشئ، زه او همدارنګه د مینې مور او پلار ټول د ننه ورغلو، پهمینه باندې ډراپ( سیروم) لګېدلی وو.
ډاکټر د مینې پلار ته وویل: حاجي صیب! دا پرچه ولوله، بیا پرې ګوته ولګوه. ما چې هغه پرچه ولوسته، د ضمانت پرچه وه، د مینې پلار تهمې وویل: ګوته ورته په ولګوه، چې د مینې پلار ګوته ورته ولګوله، په دې وخت کې مې مینې ته پام شو، خپل سترګې یې په ما کې خښېکړې وې، چې ما مخ ورواړوو، هغې راته په سترګو کې څه وویل، خو زه پرې پوه نه شوم.
له دې وروسته یې سترګې پټې کړې موږ ته ډاکټر وویل: هله ژرشئ د باندې ووځئ، موږ ټول بیا دې باندې راووتو دروازه یې راپسې بندهکړه د زیات وخت په تېرېدو سره په خپله ډاکټر راووته، ماته یې په اشاره وکړل، چې دلته راشه.
زه ورغلم ډاکټر صاحب راته وویل: نوم دې څه دی؟ ماورته وویل: ډاکټر صاحب نوم مې انار دی. بیا یې راته وویل: ښه ګرانه اناره موږ اوتاسو د خدای پاک (جل جلاله) امر منو کنه؟ ماورته وویل: هو ولې نه! ډاکټر صاحب بیا وویل: هغه مریض چې د ټوپک په ډزو لګېدلی وودستا څه دی؟ ماورته وویل: زموږ ګاونډیان دي.
ډاکټر صاحب زما لاس په خپل لاس کې ونیوو، په ورو یې وویل: هغه نجلۍ چې تاسو دلته راوړي وه، هغې خپل ژوند د لاسه ورکړ. ددېخبرې په اورېدو سره په ځان نه یم پوهېدلی، له خولې نه مې یوه داسې چیغه راووته، چې زما تر څنګ د ناستو کسانو غوږونو ته همورسېده د مینې پلار هم رامنډه کړه، هغې ته ډاکټر صیب وویل:
د خدای (جل جلاله) امر دی، هیڅوک له مرګ څخه نه خلاصیږي. هغې هم په ژړا پیل وکړ، د مینې مور هم په ژړا شوه، په دې وخت کې دالنډۍ رایاده شوه.
زمــــا د مـــــینې ډیوه مړه شـــــوه
دا پاتې ژوند به په تـیارو کې تـیرومــه.
پـــــــــــــــــــــای

0 Comments